ولسمشر غني د کابل پېښې په غبرګون کې امنیتي ځواکونو ته د تعرضي عملیات د پيل امر وکړ



ولسمشر محمد اشرف غني د کابل، ننګرهار او لغمان تر بریدونو وروسته ملت ته په وینا کې وویل، امنیتي ځواکونو ته یې امر کړی، چې د وسله والو طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندي دې تعرضي عملیات پيل کړي.

افغان ځواکونه په تېرو څو میاشتو کې یوازې په دفاعي حالت کې پاته شوي ځکه ولسمشر غني ویلي و چې غواړي د سولې خبرو ته لاره هواره شي.

پرون د کابل ددشت برچي په سیمه کې پر یوه ملي سل بستریز روغتون د وسله والو ډله ییز برید شوی و، چې په ترڅ کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۶ تنه ووژل شول او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

د کابل پر روغتون برید کې هغه ماشومان هم وژل شوي و، چې د پېدایښت یې څو ساعتونه نه کیده.

همدا راز یوې میرمنې له زیږون لږ وخت وروسته خپلې ماشومې ته تۍ ورکولو پر مهال په وحشیانه ډول وژل شوې وه.

پرون د ننګرهار ښیوې ولسوالۍ د یو قومي مشر جنازه کې هم قتل عام وشو، چې ۲۵ تنه ووژل شول او تر اویا کسانو پورې ټپيان شوي.

وړمه ورځ لغمان کې د طالب وسله والو په برید کې د ملي اردو ۲۵ځوانان شهیدان شول او پنځلس ټانګونه او وسایط یې وسوځل شول.

د کابل پر روغتون او ننګرهار کې پر جنازې بریدونه په ملي او نړیواله کچه وغندل شول.

په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر روس ویلسن په کابل کې په سل بستریز نسايي ولادي روغتون باندې برید ته په اشارې  ټویټر کې لیکلي ‌دي، چې دا وحشیانه بریدونه غندي.

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي  دفتر هم د دغو بریدونو له کبله خواشیني‌‌ ښودلې ده. 

دغه راز یوناما، بریتانیا، فرانسه، جرمني، هندوستان، پاکستان او ګڼ شمیر نورو هیوادونو د بیلا بیلو خبرپاڼو په خپرولو سره دا برید غندلی دی. 

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم دغه بریدونه د انسانیت او بشریت ضد ګڼلي دي. 

سیاستوال ډاکټر عبدالله ویلي، ترهګرو دې بریدونو سره وښودله، چې د روژې مبارکې میاشتې ته هم هیڅ درناوی نه لري.

دغه راز یو شمیر نورو سیاسیونو او دولتي چارواکو هم یاد بریدونه غندلي دي. 

تمه کېده چې له طالبانو سره د امریکا د سولې له تړون وروسته په افغانستان کې تاوتریخوالی کم شي، خو لا هم ځانمرګي او وسله وال بریدونه روان دي. 

د کابل او ننګرهار د وحشیانه بریدونو پړه وسله والو طالبانو وانخسته؛ خو شنونکي له دغه حالت څخه اندیښنه څرګندوي.

دوی وايي، د خونړیو پيښو مسئولیت چې  طالبان نه اخلي او پر داعش یې ور اړوي؛ نو لا په افغانستان کې خو پریږده په ټوله نړۍ کې د داعش بوی نه و هغه وخت په جوماتونو، جنازو، ودونو، خیراتونو، جرګو، حجرو او نورو ورته ځایونو چا بریدونه کول!؟

شنونکي د طالبانو دا ادعا چې که دوی سره سوله وشي؛ افغانستان کې به سراسري امن راشي؛ دروغ ګڼي او وايي، که دا بریدونه طالبانو ترسره کړی نه وي؛ نو دوی سره له سولې وروسته به هم افغان وژنه روانه وي.

باید یاده شي، چې امریکا سره تر توافقنامې وروسته طالبانو بهرنیو سرتیرو باندې بریدونه نه دي کړي؛ خو افغان ځواکونو سره یې جګړه روانه ده.

وسله والو  طالبانو نه ملګرو ملتونو، د اسلامي کنفرانس سازمان، اروپایي ټولنې، او نورو نړېوالو ادارو هم غوښتي و چې جګړه دې کمه کړي او یا دې اوربند وکړي؛ خو طالبانو د روژې په میاشت کې هم ټینګار وکړ چې د افغان ځواکونو پر ضد به جګړه ونه دروي.

  • 24 غويی 1399